جنایت کاره کمونستان باید محاکمه شی .

د افغان رسنیو د راپور له مخې په کابل کې یو شمېر کسانو له حکومته وغوښتل چې؛ د ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو کې د کمونستی رژیم له خوا د وژنو عاملین محاکمه کړی.دوی دا غوښتنه نن په یوې غونډه کې مطرح کړه. د افغان حکومت له پریکړې سره سم نن په افغانستان کې د هغو پنځو زرو او نورو وژل شویو کسانو لپاره د فاتحې او دعا مراسم ترسره کیږی چې په کمونستی رژیم کې وژل شوی وو. جمهوری ریاست امر کړی چې، په همدې مناسبت دی په هیواد کې دننه او بهر د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وی.

د هالنډ لویې څارنوالۍ لس ورځې مخکې د هغو پینځه زره افغانانو لسټ خپور کړ؛ چې شاوخوا پینځه دېرش کاله مخکې د وخت د کمونستی رژیم له خوا وژل شوی وو.

د دې لسټ خپرېدو د قربانیانو د کورنیو او مدنی سازمانونو غبرګونونه را و پارول چې د مظاهرو او غونډو په جوړیدو سره یې له حکومته د دې وژنو د عاملینو محاکمه کیدل وغوښتل.

د غوڼدې یو شمیر ګډون والو وویل که حکومت کمونیستان محاکمه نه کړی دوی به ېې په خپله محاکمه کړی .

ډیر کسان په دې باور دی چې د کمونیستانو د وخت د خاد او اګسا غړی لا اوس هم په دولت کې په لوړو فوځی او دولتی ادارو کې چارواکی دی او اوس هم کولای شی د پخوانیو شهیدانو وارثین په بیلابیلو پلمو شکنجه او زندانیان کړی .

نظرات 0 + ارسال نظر
امکان ثبت نظر جدید برای این مطلب وجود ندارد.